د سالنګ لویې لارې د نن ورځې وضعیت:

نن ورځ په سالنګونو کې هوا وریېځ ده او د اورښت اټکل شوی؛ خو یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده.
دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولای شي، چې د ورځې په اوږدو کې به له شمال څخه جنوب ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل د معمول په څیر د یادې لویې لارې د ځینو وجاړو برخو په ترمیم، جغل اچونه او پاک کارۍ بوخت دي.