په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.
دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس متره پلنوالی لري، چې په اوږدو کې یې د یوه پایه شل متره پل، اته پایو پلګوټو، ۱۵۳۰ متره استنادي دېوال، د سړک غاړې ویالو او پیاده رو د رغوونې کار هم شامل دی.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پارون ښار ترانسپورتي ستونزې هوارې، د سیلانیانو د تګ راتګ او د اقتصادي ودې په برخه کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.
