د سالنګ لویې لارې په اړه خبرتیا

mopw_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۳:۸
د سالنګ لویې لارې په اړه خبرتیا

د سالنګ لویې لارې په اړه خبرتیا

د کب ۲۴، ۱۳۹۹

په شمالي سالنګ کې دا مهال د واورې اورښت دریدلی خو په سويلي سالنګ کې لا هم سپکه واوره اوري، اړوند څانګو ته لارښوونه شوي چې د ماشینرۍ په واسطه یې د پاکولو کار پیل کړي؛

د ټولګټو وزارت اړوند ټیم هڅه کوي چې دا لویه لار یو اړخیزه د ټرافیکو پر مخ پرانیزي.

د سالنګ دواړو لوريو ته د هوا وضعت

شمالي سالنګ کې

د لید وړ سیمه: ۵۰۰ متره

د باد تیزوالی: ۸ متره په ثانیه کې

لندبل: ۹۴٪

هوا : د سانتي ګراد منفي ۵ درجې

شمالي لوري ته د واوري کچه: ۸۰ سانتي متره

په سویلي سالنګ کې:

د لیدلو سیمه: ۱۰۰ متره

د باد تیزوالی: ۲ متره په ثانیه کې

لندبل: ۹۵٪

سویلي لوري ته د واورې کچه: ۶۵ سانتي متره ښودل شوې.

د یادونې وړ ده، چې دا لویه لار له تیرې شپې را هیسي د واوري د اورښت او تیز باد له کبله د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوي؛ تر څو مسافرین له ستونزو سره مخ نشي.

د ټولګټو وزارت – کابل

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS