د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د میدان وردګو ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره ولیدل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۰:۵۱
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د میدان وردګو ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره ولیدل

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج ملا عبدالجبار معاون د میدان وردګو ولایت له یو شمیر قومي مشرانو په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د میدان وردګو ولایت قومي مشرانو د ا.ا.ا، د بریا مبارکي وویله او د دې ولایت د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې یې شریکي کړې، د ټولګټو وزارت له معین څخه یې د نیمګړو پروژو د کار د بشپړلو او د نورو پراختیایي پروژو د تطبیق غوښته وکړه.

ورسته د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، یادو قومي مشرانو ته ښه راغلاست وویل، میدان وردګ ولایت یې د ټولو قومونو ګډ کور یاد کړ او د يادو ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS