د شبرغان ښار کړییز سړک

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۹:۳۴
د شبرغان ښار کړییز سړک

د جوزجان حلقوي سړک ۱۵ کیلو متره اوږدوالی لري چې تړون یې په ۱۳۹۵ کال کې له  شیکاګو رغنیز شرکت سره شوی. دا سړک باید د دوو کلونو په اوږدو کې بشپړ او ګټې اخستنې سپارل شوی وی چې د شرکت د ناغېړۍ له کبله یې تر اوسه ایله ۴۸ سلنه پرمختګ کړی دی.

د یادې پروژې وخت که څه هم دوځله تمدید شوی خو بیا هم شرکت نه دی توانېدلی چې پروژه بشپړه کړي.

ټولګټو وزارت ځکه اوس مهال د یادې پروژې د لغوه کېدو پر پروسه کار پیل کړی چې له یوې خوا وکیلانو او خلکو په وار وار د شرکت له ناتوانۍ او ناغېړی شکایت کړی او له بلې خوا شرکت هم تر څو ځله تمدید وروسته چارې بشپړې نشوې کړی.

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

...

9 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د. . .

BACK TO NEWS