د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د سړک رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۰:۱۱
د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د سړک رغنیزې چارې دوام لري

دا سړک چې ۴.۷ کیلومتره اوږدوالی او د سړک غاړو په شمول ۶ متره سور لري، د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ له حافظ کوڅې تر توتوز درک کلي پورې په پاخه او اساسي ډول د استنادي دیوالونو او ویالو په درلودو سره جوړېږي، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۸ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د یاد سړک رغنیز کار د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هېواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د دې پروژې د رغنیز کار پر مهال د ځایي خلکو لپاره ۱۷۵۲ کاري ورځې اټکل شوي دي او له ګټې اخیستنې وروسته به ۱۱۶۸ کسان ترې برخمن شي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS