د قرارداد د ورکړی د تصمیم خبرتیا-د سالنګونو د ساتنې او څارنې د رياست د اړتيا وړ روغنياتو، فلترونو،ژمنيو اوبو اود کمپیوټرونو د چک کولو قرارداد...

media_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد- پروژه تهیه و تدارک روغنیات، فلترباب، آب زمستانی و چک کمپیوتری مورد ضرورت تونل و گالریهای ریاست حفظ و مراقبت سالنگها

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د سالنګونو د ساتنې او څارنې د رياست د اړتيا وړ روغنياتو، فلترونو،ژمنيو اوبو اود کمپیوټرونو د چک کولو قرارداد ورکړي ،چې د سالنګونو د لويې لارې د تونل او ګالريو له پاره ورته اړتيا ده.
د ۱۴۰۳ کال له پاره د مقيد روش په توګه او د باالمقطع قرارداد پر اساس  چې(MOPW/1403/G-70/NCB) تشخصیه نمبر لرونکي دي، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم فينيکس‌هاک ساختماني او لوژستیکي شرکت ته چې د( ۴۵۶۸۳  D-)جواز نمبر لرونکی دی،چي د خيرخانې په لېسې اول کې په کابل )مرکز(  کې موقعیت لري په(۱۰۰۱۶۰۰) يو ميليون ،يو‌زره‌ او شپږ‌سوه افغانیو په مبلغ په قرارداد ورکړي.

هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي. 

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

د هېواد دلویو لارو او سړکنو د نن ورځې وضعیت

نن ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې آسمان شین دی او د هېواد ګڼ شمېر لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي. د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ټولو لویو لارو کې د وسایطو تګ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د وروستیو ورښتونو، سېلابونو، طوفان او غر ښویېدنې له امله په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مسیرونه موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د سالنګونو لویه لار، د کابل – جلال آباد لویه لار، د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د . . .

Back to announcements