د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د تحویلخانې عمومي مدیریت د اړتیا وړ ۱۳۰ قلمه قرطاسیه بابو او رنګ بابو د تدارک پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د تحویلخانې عمومي مدیریت د اړتیا وړ ۱۳۰ قلمه قرطاسیه بابو او رنګ بابو د تدارک د پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/G-54/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د زبیر رحیمي تجارتي او ساختماني شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (24048) ده، او پته یې : مرکز کابل ایوب خان مېنه کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې ( 6,538,406 ) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
