د ټولکټو وزارت د ساتنې او څارنې مرستيال د مزار شریف له حلقوي سړک څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۵:۲۶
ټولکټو وزارت : د ساتنې او څارنې مرستيال د مزار شریف له حلقوي سړک څخه لیدنه وکړه

د ټولګتو وزارت د ساتنې او څارنې مرستيال انجینر پاینده محمد انوري د ولسونو د هغې غوښتنې پر بنسټ، چې درلودله یې د مزارشریف حلقوي سړک څخه لیدنه وکړه اودغه راز یې هلته په ساحه کې یو ټیم ته دنده وسپارله تر څو د ياد سړک په تړاو بشپړ معلومات د وزارت له رهبرۍ سره شریک کړې.

په ورته مهال کې د تولګټو وزارت د څارنې او ساتنې مرستیال پوهنیار پاینده محمد انوري بلخ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام یا NRAP چې په هېواد کې د سړکونو په رغښت بوخته دی د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست څخه ټولګټو ریاست ته رسماً انتقال کړه او د دې ریاست اړوند شوه.

دا برنامه څه موده وړاندې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت څخه د جلالتمآب جمهور رئیس په حکم ټولګټو وزارت ته انتقال شوې وه.

د انرپ پروګرام له لارې دا مهال د نورو ولایاتو ترڅنګ په بلخ او فاریاب ولایتونو کې ۸ پروژې تر کار لاندې دي، چې له هغې ډلې څخه یې د دوه پروژو چارې بشپړې شوې او په پاتې ۶ پروژو دا مهال کار جریان لري، چې په نژدې راتلونکي کې به بشپړې شي

ټولګټو وزات ــ کابل

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS