د ټولګټو وزارت د وزیر کړنې وستایل شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۱۱:۱۵
د ټولګټو وزارت د وزیر کړنې وستایل شوې

د ټولګټو وزارت د وزیر انجنیر نجیب الله یمین کړنې، له فساد سره د کلکې مبارزې، راغلیو وروستیو اصلاحاتو او پرمختګونو، د کاري ظرفیت د لوړاوي، هېواد ته د خدمت او ګڼو نورو لاسته راوړنو په پار په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د استازي او د یادې جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا کمېسیون د مرستیال الحاج غلام ولي افغان لخوا د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شوې.

د هلمند د خلکو استازي وویل، د ستر ویاړ ځای دی، چې د افغانستان دروند ملت په کابینه کې خپل هېواد، خاورې او ولس ته ژمن شخصیتونه لري.

نوموړي د ټولګټو وزیر ته د لیدنې پر مهال په راتلونکي کې د لا زیاتو نورو بریالیتوبونو او پرمختګونو هیله هم څرګنده کړه.

په همدې حال کې د ټولګټو وزیر د هلمند د خلکو له استازي ښاغلي غلام ولي افغان څخه د مننې ترڅنګ وویل، زه د افغانستان جوړونې مشخص پلان لرم، د هېواد او هېوادوالو ستونزې مې درک کړې او په پوره پیاوړي هوډ، کلکې ارادې او قوي مورال سره به په راتلونکي کې لا نور هم د خپلو خلکو او وطن لپاره د زړه له تله لا زیات کار او خدمت کوم.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS