د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د چین هیواد له سفیر سره وکتل

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۴:۵۵
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د چین هیواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د چین هیواد له سفیر ښاغلي ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني ښاغلي ژاو شینګ ته د ښه راغلاست تر څنګ و ویل چې افغانستان او چین یوله بل سره اوږدمهاله ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او د یاد هېواد له دوامداره همکاریو څخه یې مننه وکړه.
دغه راز دواړو لور د واخان دهلیز( وریښمنو لارې) په اړه چې افغانستان له چین سره نښلوي هم خبرې اترې او هراړخیز بحث وکړ او د ټولګټو زوارت سرپرست وزیر و ویل، چې د یاد سړک د سروې چارې د ټولګټو وزارت له لوري بشپړې شوې دي او د ډیزاین چارې یې دامهال جریان لري او په دې اړه به د دواړو هیوادونو ترمنځ بحثونه دوام ولري.
همدارنګه په دغه ناسته کې د افغان ټرانس پروژې په اړه خبرې اترې ترسره شوې چې یاده پروژه د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا هېوادونو سره نښلوي او د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر و ویل چې په دې اړه د ا.ا.ا د رهبرۍ په سطحه مذاکرات له یادو هېوادونو سره ترسره شوي دي او لا هم دوام لري او د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د یادې پروژې پیلولو ته بشپړ چمتووالی لري.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوامداره اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټیګار وکړ.

...

11 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا  ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې دویم لین سړک ( باغ پل – ګرشک) د دویم او درېیم لاټ د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲ کیلومتره، د سړک پلنوالی ۷.۳۰ متره او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، پرون په ارګ کې د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال، محترم جمشید خواجه‌یف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS