د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې و ارزولې

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۳۸
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې و ارزولې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سپین بولدک ولسوالۍ د ۸ کیلومتره سړک رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

محترم وزیر صاحب په یاد سفر کې د پروژې تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسئولینو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت، په پروژه کې د معیاري موادو د کارولو او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

د سپین بولدک ولسوالۍ دغه سړک شاوخوا ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري چې په څلورو لینونو کې رغول کېږي. د سړک په جوړښت کې اصلي او فرعي سړکونه، منځنی ګلدان، د فرعي سړکونو ګلدانونه، د دواړو غاړو پیاده‌روونه او د اوبو لېږدولو ویالې شاملې دي.

یاده پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ١ میلیارد او ٣٣٥ میلیونه افغانۍ قرارداد شوې ده چې رغنیزې چارې یې دا مهال د ٣٠ سلنه فزیکي پرمختګ سره په چټکۍ جریان لري.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

کار اعمار دو پروژه ترمیماتی به ارزش ۲۹.۴ میلیون افغانی در ولایت بلخ آغاز شد

کار دو پروژه ترمیماتی به طول مجموعی ۶۸ کیلومتر در ولایت بلخ، از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا به ارزش ۲۹.۴ میلیون افغانی با سکتور خصوصی قرارداد شده بود، با حضور داشت محترم مولوی نورالهادی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۳۸
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې و ارزولې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سپین بولدک ولسوالۍ د ۸ کیلومتره سړک رغنیزو چارو څخه لیدنه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۷
Background image

د بامیان–دایکندي سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بامیان–دایکندي مسیر د ۵۷ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې تېره ورځ د. . .

BACK TO NEWS