د ټولګټو وزیر د مالیې له سرپرست وزیر سره د ګڼو مهمو او ملي پروژو په اړه خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۳:۵
د ټولګټو وزیر د مالیې له سرپرست وزیر سره د ګڼو مهمو او ملي پروژو په اړه خبرې وکړې


د ټولګتو چارو وزير ښاغلي نجېب الله يمين، د ماليې له سرپرست وزير محمد خالد پاينده، سره په ماليې وزارت کې وکتل او پر ځینو مهمو او ملي پروژې یې ورسره خبرې وکړې، په دغه ناسته کې د ټولګټو وزات مالي او اداري مرستیال ښاغلی محمد حامد محيبي او د دواړو وزارتونو ګڼو رئیسانو هم حضور درلود.
په یاده ناسته کې  د کابل حلقوي سړک، د کلیو د لارو جوړلو ملي پروګرام (NRAP)، ترانس – هندوکش په نښلونکې پروژې، د کابل ـ کندهار لویې لارې ترمیم او بیارغول او اړوند نورو مسایلو باندې خبرې او بحث وشو، چې په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شو.
د ټولګټو وزارت ـ کابل


د وري ۸مه، ۱۴۰۰

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS