د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان څخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې نوموړي د پروژې د کاري پرمختګ، کیفیت او د انجینري معیارونو د تطبیق بهیر له نږدې وڅېړه او د چارو د ښه مدیریت په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې، څو د سړک د رغونې چارې په ټاکلي وخت او د تخنیکي او معیاري اصولو مطابق بشپړې شي.

د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک ټولټال ۱۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له دې جملې څخه ۶۴ کیلومتره یې پخوا رغول شوی دی. د پاتې ۵۳ کیلومتره برخې له جملې څخه یې د ۴۵ کیلومتره سړک رغنیزې چارې بشپړې شوې دي او د پاتې برخو چارې یې په چټکۍ سره دوام لري.

د میل ۷۸ – ابو نصر فراهي بندر سړک د هېواد له مهمو اقتصادي او ترانزیټي لارو څخه دی، چې د فراه ولایت د ابو نصر فراهي سرحدي بندر له لارې افغانستان له ایران سره نښلوي. د دې سړک رغونه د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد اسانتیا برابروي، د ترانسپورتي لګښتونو په کمولو کې مرسته کوي او د سیمې د اقتصادي ودې او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ننګرهار ولايت له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې، ۲۱.۴ کیلومتره دریمې برخې او  د کابل. . .

BACK TO NEWS