د ټولگټو وزارت یو شمیر تخنیکي رئیسانو د کابل – کندهار له لویې لارې څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۷ - ۱۲:۵۲
د ټولگټو وزارت یو شمیر تخنیکي رئیسانو د کابل – کندهار له لویې لارې څخه لیدنه وکړه

د ټولگټو وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د دې وزارت یوه تخنیکي ټیم د کابل – کندهار لویې لارې (له کابل څخه د میدان وردگو ولایت تر دراني بازار پورې) د اساسي ترمیم او بیارغونې په موخه له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه.

یاد تخنیکي ټیم به د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغوني لپاره د مناسبي تگلارې د رامنځته کولو، د مصارفو پرتله کول او د راتلونکي پلان په پام کې نیولو سره هر اړخیز راپور د وزارت مقام ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، د کابل – کندهار لویه لار چې په تیرو کلونو کې د بیلابیلو عواملو له کبله ویجاړه شوې ده، د ا.ا.ا، له بریا ورسته د دې وزارت له لوري یې ډیری ویجاړې شوې برخې ترمیم او میلینگ کاري شوې.

دا مهال ټولگټو وزارت پلان لري، تر څو دا لویه لار په اساسي ډول ترمیم او بیاورغوي چې عملي چارې به یې د راتلونکي کال په لومړيو کې پیل شي.

د کابل - کندهار لاره د هېواد یو له مهمو لویو لارو څخه شمېرل کیږي، چې پلازمېنه کابل له سویلي او لوېدیځو ولایتونو سره نښلوي او د سوداګریزو توکو (صادراتو او وارداتو) په لیږد رالیږد کې له ځانگړي اقتصادي ارزښت څخه برخمنه ده.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS