د پل عالم ښار دننه سړکونو د سروې تخنیکي چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۱۲:۵۰
د پل عالم ښار دننه سړکونو د سروې تخنیکي چارې پیل شوې

وروسته له هغه چې د لوګر د مرکز پل علم ښار اوسېدونکو د ښار له سړکونو شکایت درلود او غوښتنه یې کوله چې سړک یې کنډ او کپر شوی نو ټولګټو وزارت غوره وبلل چې دا سړکونه تر سروې وروسته په اساسي ډول ډیزاین او جوړ کړي.

اوس مهال د پل علم ښار دننه ۱.۴ کیلومټره سړک د تخنیکي سروې چارې پیل شوې چې په نږدې وخت کې به دا سروې بشپړه او پر رغنیزو چارو به یې کار پیل شي.

دا سړکونه د تګ او راتګ لپاره په دواړو خواو کې په بنسټیز ډول جوړیږي چې د ښار په ښکلا او د ښاریانو د ستونزې په هواري کې به مرسته وکړي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په کاپیسا ولایت کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا، د سړکونو د رغنیزو چارو د کیفیت او چټکتیا د ډاډ ترلاسه کولو او د پروژو د کاري بهیر د ارزونې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنیزې لارې څخه د سوداګریزو توکو انتقالات څه باندې دوه برابره زیات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف ـ هرات د اوسپنیزې لارې له مسیر څخه په ټولیزه توګه ۴ میلیونه او ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک په اوږدو کې د دوو پایو پلګوټو د ترمیم او بیارغنې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک پر مسیر د دوو پایو پلګوټو  د ترمیم او بیا رغونې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ولایت د ټولګټو رئیس. . .

BACK TO NEWS