د پنجشیر ولایت د دَره ولسوالۍ د تحکیم کاري چارې بشپړي شوې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۴:۵۹
د پنجشیر ولایت د دَره ولسوالۍ د تحکیم کاري چارې بشپړي شوې


د پنجشیر ولایت د ټولګټو ریاست د شته امکاناتو او ماشینري څخه ګټې اخیستلو سره، د دغه ولایت د دَرې ولسوالۍ سړک د تحکیم کاري چارې، چې له وړاندې د یادې ولسوالۍ په تنبنه کلي کې پیل شوي وې، اوس یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 

د سړک د تحکم کاري په دغه پروژه کې، د دَرې عمومي سړک هغه برخې، چې د سیند د ابو له امله زیان قبلونکي وې؛ ۷۰ متره اوږد دیوال، چې دری متره لوړوالی او دوه نیم متره پلنوالی لري شامل دی. 

د پنجشیر ولایت د ټولګټو رئیس وویل: چې د ټولګټو ریاست لخوا د دغه پروګرام دویمه مرحله هم د یادې ولسوالۍ په چلپاوي سیمه کې پیل شوه.

د پنجشیر ولایت د دَرې ولسوالۍ اوسېدونکي، د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د مسؤولینو له هڅو څخه خوښ څرګندوي او په یاد ولایت کې د نورو پروژو د تطبیق غوښتنه وکوي.
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS