د پنجشېر ولایت عمومي سړک د داغګیرۍ چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د پنجشېر ولایت عمومي سړک د ترمیم چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد او د پنجشیر ولایت د والي محترم الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د ټولګټو رئیس محترم مولوي محمد فهیم موحد، سیمه ایزو مسئولانو او قومي مخورو په شتون کې افتتاح او رسماً پیل شوې.
د سړک دغه ترمیماتي پروژه د ۴۵ کیلومتره په اوږد والي سره د شتل ولسوالۍ له دالان سنګ سیمې څخه پیل او د بهارک تر د دوآبي پورې رسیږي، چې د سړک د داغګیرۍ، ګبیوني دېوالونو د جوړولو، واشونو، پلګوټو او د سړک غاړو ویالو د رغونې چارې پکې شاملې دي.
د یادې پروژې په تطبیق سره به د سړک د تخریب مخنیوی وشي او په بشپړېدو سره به يې پر یاد سړک د تلونکو مسافرینو ستونزې هوارې شي.
د ټولګټو وزارت د ترمیماتي پروژو د پلي کولو سره هڅه کوي، تر څو د سړکونو د لا زیات تخریب مخه ونیسي او هېوادوالو ته د خوندي او هوسا تګ راتګ زمینه برابره کړي.
