د کابل ښار حلقوي سړک جوړولو د کار ګړينديتوب په تړاو جلسه ترسره شوه

mopw_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۲:۱
د کابل ښار حلقوي سړک جوړولو د کار ګړينديتوب په تړاو جلسه ترسره شوه

د کابل ښار حلقوي سړک جوړولو د کار ګړينديتوب په تړاو جلسه ترسره شوه

په دې جلسه کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې عمومي رئيس او د ټولګټو وزارت سرپرست محمد يما شمس په افغانستان کې د اسلامي پراختيايي بانک استازي عطاء الرحمن دراني سره د کابل ښار حلقوي سړک جوړولو د کار په ګړنديتوب ټينګار وکړ.

په دې جلسه کې ښاغلي دراني د ټولګټو وزارت د نويو پروژو تمويل لپاره د اسلامي پراختيايي بانک ژمنه ياده کړه، د هغو پروژو مشخص کولو غوښتنه يې وکړه چې د سروې او ډيزاين کار يې بشپړ شوى او د استملاک ستونزه ونلري تر څو د اسلامي پراختيايي بانک لخوا تمويل او په لنډه موده کې يې چارې بشپړې شي.

د ټولګټو وزارت سرپرست د اسلامي پراختيايي بانک له مرستو او د افغان ولس او افغانستان حکومت سره د نويو پروژو د تمويل په پار د مننې ترڅنګ، د ټولګټو وزارت تر کار لاندې پروژو د بشپړيدو په لومړيتوبونو باندې، د وزارت په ټولو برخو کې اصلاحات راوستو، د کاري ظرفيت په لوړيدو په ځانګړې توګه تخنيکي او ساتنې او څارنې برخه کې او د مراقبتي ټيمونو په پياوړي کولو باندې مفصلې خبرې وکړې.

هغه زياته کړه په اخيرو کلونو کې د ١٠ زرو څخه زيات سړک اسفالټ شوى دى د هغه ساتنه او څارنه زموږ د کار لومړيتوب دى او په راتلونکو درې کلونو کې به د ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخيستې مطابق د معيارونو د سړکونو ساتنه او څارنه ترسره کيږي تر څو د دې ملي شتمنۍ د ويجاړۍ مخه ونيول شي.

د ټولګټو وزارت سرپرست وويل، د کومو پروژو سروې او ډيزاين جې بشپړ شوى او د اقتصادي پلوه د ټرانزيټ، سوداګرۍ او زراعت په برخه کې مهمې دي او د استملاک ستونزه ونلري پروپوزل به يې په نږدې راتلونکې کې د اسلامي پراختيايي بانک سره شريک کړاى شي.

ټولګټو وزارت ـ کابل

چنګاښ ٣١مه، ١٣٩٩

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS