د کابل – پروان د دوه لینه ۶۳.۲ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پیل شوې

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۷:۵۸
د کابل – پروان د دوه لینه ۶۳.۲ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – پروان دوه لینه ۶۳.۲ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د کابل ولایت د والي محترم ملا امین‌الله عبید، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم قاري حجت‌الله عباس، او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې رسماً پیل شوې.

یاد سړک چې د کابل ولایت له صوفیا پله تر پروان ولایت دروازې پورې ۶۳.۲ کیلومتره اوږدوالی لري، د دواړو لینونو د ترمیم او داغګیرۍ چارو ساختماني مواد یې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د خصوصي سکتور سره قرارداد شوي او د کابل ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل او شته ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې سره عملي کېږي.

د یادې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د کابل ولایت والي محترم مولوي امین الله عبید د سیمې اوسېدونکو ته و ویل، چې د یاد سړک په اوږدو کې دې خپل سري جمپونه، موانع او د شولډرونو له غاړو څخه غرفي لرې کړي او د پروژې تطبیق کوونکو ټیمونو ته یې لارښوونه وکړه، چې دواړو خواوو ته دې درې متره شولډرونه ورغول شي.

د دې سړک په ترمیم او داغګیرۍ سره به د کابل او شمالي ولایتونو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله په اساسي ډول هوارې شي.

...

6 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS