د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام سرپرست معرفی شو

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۵:۲۱
پنجشیر: کار ترمیم یک سربند برق آبی در این ولایت تکمیل گردید سه شنبه ۱۱محرم،۱۴۴۴ به اساس هدایت محترم الحاج ملاعبدالمنان عمری سرپرست وزارت فوایدعامه، به ریاست فواید عامه ولایت پنجشیر، کار ترمیم یک سربند برق آبی در قریه دشت یورت ولایت پنجشیر که قبلاً آغاز شده بود تکمیل گردید. قابل یاد آوری است که با تطبیق این پروژه در حدود ۵۰۰ فامیل از نور برق مستفید شده اند. با این حال باشندگان روستای دشت ریوت از ریاست فواید عامه بخاطر پاک سازی و ترمیم دوباره سربند برق مذکور ستایش نموده و از توجه خاص شخص وزیر فواید عامه اظهار

 

دټولګټو وزارت د سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري د حکم په اساس، مفتي هارون رشید د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام د رئیس په توګه وټاکل شو او د محترم مفتي امیر عبدالله له لوري د دغه وزارت د یوشمير رﺉیسانو په حظورکې معرفي شو. 

لومړی دغه پروګرام د قران عظیم الشان په مبارکو ایتونو سره پیل شو، د بشري منابع رئیس تاج الدین تنویر د دغه وزارت د مقام هدایت ولوستل او د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام نوي رئیس ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

ورپسې د دغه وزارت د دفتر رئیس مفتي امیر عبدالله خبرې وکړې او ویې ویل: په ادارو کې تغیر او بدلون یو اصل دی، محترم مفتي هارون رشید په هغو ریاستونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې چې د تحولاتو له پیله یې دنده ترسره کړي ده.

هغه زیاته کړه، د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې خلک په خپلو سیمو کې سړک جوړولو ته اړتیا لري او هیله ده چې په دې مهم پروګرام کې د خلکو د ترانسپورتي ستونزو د حل لپاره اساسي کار وشي.

په پای کې د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام نوي رئیس مفتي هارون رشید خبرې وکړې؛ نوموړي د وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې او قدردانۍ تر څنګ وویل: زه به په خپل ټول توان سره هڅه وکړم، چې د وزارت اهدافو او پالیسیو ته په پام سره د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې کړم.

د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS