د کمپنۍ له پله د میدان وردګو تر دُراني بازاره، د دویم لین سړک رغنیزې چارې ۲۷ سلنه پرمختګ لري

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۵:۴۵
د کمپنۍ له پله د میدان وردګو تر دُراني بازاره، د دویم لین سړک رغنیزې چارې ۲۷ سلنه پرمختګ لري

دا سړک چې ۲۴.۵ کیلومټره اوږدوالی او ۱۱.۳ متره پلنوالی لري، د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند له کمپنۍ پُل څخه پیل او د میدان وردګو ولایت تر دُراني بازار پورې غځیږي، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۲۷ سلنه کاري پرمختګ سره روانې دي.

د دې سړک په اوږدو کې دری پُلونه، ۶۰ پآیې پُلګوټي، ۱۳۱۰ متره مکعب استنادي دیوال او ۸.۶۱۸ کیلومتره د اوبو ویالې هم شامل دي.

د یاد سړک د رغنیزو چارو تړون د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ لاس لیک شوی، چې مالي لګښت یې د هېواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي.

دا پروژه د کابل ـ هرات لویې لارې د دویم لین سړک یوه برخه ده، چې ټولګټو وزارت یې په راتلونکې پلان کې تر کندهار ولایت پورې غځول په پام کې لري.

د یادونې وړ ده چې په دې پروژه کې د کمپنۍ دوه پلونه هم شامل دي، چې هر یو یې ۵۶ متره اوږدوالی لري او اوس مهال د یوه پله رغنیز کار بشپړ شوی او ګټې اخیستنې ته چمتو دی او پر بل یې کار دوام لري.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۸ میلیونه او ۶۱ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي چې دامهال د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره په منظم ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۸:۴۴
Background image

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار د یو پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار، د ننګرهار ولایت د نظرآباد په سیمه کې  د یوه پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې،  د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ، د ننګرهار ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۴۵
Background image

په چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳۳۸۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۰۵۴۶ټنه،. . .

BACK TO NEWS