د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ سړک د رغونې چارې ۴۹۸.۶ ميليونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۲:۴۷
د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ سړک د رغونې چارې ۴۹۸.۶ ميليونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ سړک چې ځینې برخې پخوا بشپړې شوې وې، د سړک د پاتې برخې کار د ياد ولایت ټولګټو ریاست محترم رئیس ملا عبد الخالق حقمل، یو شمېر سیمه ییزو مسؤلانو، دینې علماوو، مجاهدینو او قومي مخورو په شتون کې پیل شو.

دغه سړک چې شاوخوا ۱۹ کيلومتره اوږدوالی لري، د رغونې چارې يې د ۴۹۸،۶۵۴،۹۱۲ افغانيو په ارزښت د دورانی سړک جوړونې او لوژیستکي شرکت سره قرارداد شوې دې چې، د ۱۸ مياشتو په موده کې به يې کار بشپړ شي.

د دغې پروژې په عملي کیدو سره به د تخار ولایت اته ګونه ولسوالۍ (کوکچې ته څیرمه) د کندز ولایت سره او له کندز ولایت څخه په تیریدو بلخ، سمنګان، بغلان او کابل ولایتونو سره وصل کیږي.

د ياد سړک په بشپړيدو سره به د تخار ولایت د مرکزي ولسوالیو په ګډون د دشت ارچي ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې دپخوا په پرتله هوارې شي او د کرنيزو توکو په چټک انتقال کې به د پام وړ آسانتياوې رامنځته شي.
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS