د کونړ – نورستان سړک په څو پړاوونو کې رغيږي

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۱۹:۳۳
د کونړ – نورستان سړک په څو پړاوونو کې رغيږي

د کونړ – نورستان سړک په څو پړاوونو کې رغيږي

د کونړ – نورستان سړک له  چپې درې ولسوالۍ څخه پيل او د نورستان ولایت تر پارون ښار پورې غځيږي چې ټول ټال ‍۱۰۷ کیلو متره اوږدوالی لري او رغنیزې چارې یې په څو پړاوونو کې تر سره کيږي.

د دې سړک ۲۲ کیلو متره برخه اوس مهال په نورستان ولایت کې تر کار لاندې ده چې پر دوو برخو وېشل شوې؛ لومړۍ برخه یې ۱۱.۷ کیلو متره اوږدوالی لري چې دا مهال یې چارې ۴۲ سلنه پرمخ تللې او دویمه برحه یې د ۱۰ اعشاریه ۳ کیلو متره اوږدوالي په درلودلو سره ۱۸ سلنه کاري پرمختګ لري.

د دې سړک د پاته ۶۲ کیلو متره برخې ډیزاین هم بشپړ شوی او د تدارکاتي پړاوونو د ترسره کولو په موخه د ټولګټو وزارت له خوا د تدارکاتو ملي ادارې ته استول شوي دي.

 د یاد سړک ۲۳ کیلومتره برخه چې وړاندې جوړه شوې وه اوس مهال د ټولګټو وزارت په ترمیماتي پلان کې ده چې چارې به یې په نږدې وخت کې پیل شي.

نورستان چې یو غرنی ولایت دی، وړاندې یې د سړک جوړېدو ته پام نه و شوی او نه یې هم په اساسي ډول جوړ شوی سړک درلود خو ټولګټو وزارت اوس مهال د لومړي ځل لپاره د ولسونو د هوساینې لپاره دغه ملي پارک (نورستان ولایت) ته ورغځېدلې لار په اساسي ډول ورغوي چې په بشپړېدو سره به یې د نورستان خلک له ګڼو اسانتیاوو څخه برخمن شي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS