د کوچني اختر په مناسبت د ټولګټو د وزیر انجینر نجیب الله یمین د مبارکۍ پیغام

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۲۰:۱۷
د کوچني اختر په مناسبت د ټولګټو د وزیر انجینر نجیب الله یمین د مبارکۍ پیغام

د ټولګټو وزارت مشرتابه، د رهبرۍ غړي او ټول کارکوونکي د کوچني اختر د رارسېدو له کبله د هیواد ولسمشر جلالتمآب ډاکټر محمد اشرف غني، د جمهوري ریاست مرستیالانو، د قضایه او مقننه قوې رهبرۍ، د کابينې محترو غړو او ټولو درنو او باعزته هېوادوالو ته مبارکي وړاندې کوي.
اخترونه په اسلامي ټولنه کې د مینې، ورورولۍ او خوشالۍ سمبول بلل کیږي، د همدې مقدسو ورځو پر مهال دُعا کوو چې په ګران هېواد افغانستان کې هم تلپاته سوله، پرمختګ او سوکالي رامنځته شي.
د یوه ودان او سرلوړي افغانستان په هیله

کوچنۍ اختر مو نیکمرغ او خوشالۍ مو په برخه

انجینر نجیب الله یمين
د ټولګټو وزیر

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS