د ګردېز ـ زرمت سړک د څلورمې برخې چارې ۲۰ سلنه کاري پرمختګ لري

د پکتیا ولایت له مرکز ګردېز څخه تر زرمت ولسوالۍ پورې ټولټال ۴۲ کیلو متره سړک د ټولګټو وزارت له خوا تر کار لاندې دي چې له ګردیز څخه د زرمت ولسوالۍ پر لورې تر لس کیلو متره پورې یوه پروژه، له لس تر شلو کیلو مترو بله، له شل تر ۳۰ بله او له ۳۰ تر ۴۲ کیلو متره بله پروژه ده چې همدا څلورمه برخه یې دا مهال ۲۰ سلنه کاري پرمختګ لري. د دې سړک نورې برخې هم له پام وړ پرمختګ سره تر کار لاندې دي.
د ګردېز زرمت سړک دا برخه ۱۲ کیلو متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري چې په جوړېدو سره به یې د زرمت ولسوالۍ د اوسېدونکو تر څنګ د پکتیکا ولایت اوسېدونکو ته هم آسانتیاوې رامنځته کړي.
د زرمت ولسوالۍ له مرکز تعمیر بازار څخه د پکتیکا تر مرکز ښرنې پورې سړک له وړاندې جوړ شوی و خو د ګردېز – زرمت سړک په بشپړېدو سره به نه یوازې ګردیز او ښرنه سره ونښلي بلکه پکتیا به له غزني ولایت سره هم وصل کړي.