لغمان: د ده زیارت پُل د ترمیم چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۱۰:۲۳
لغمان: د ده زیارت پُل د ترمیم چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

ټولګټو وزارت لخوا د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند د ده زیارت پل د ترمیم او بیارغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړي شوې دي. 

دا پُل چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۵ متره پلنوالی لري، د سختو سیلابونو له کبله ویجاړ شوی و، چې د سیمې اوسېدونکي یې د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ترانسپورتي ستونزو سره مخ کړي وو. 

د سیمې خلک د ټولګټو وزارت له لوري د دغه پُل په ترمیمولو او بیارغونه خوښ دي، چې د کار له بشپړېدو سره به یې د عمرزیي، غونډۍ، شمکت او ده زیارت سیمو په ګډون د ګڼو نورو کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او د لغمان مرکز مهترلام ښار ته به د پخوا په پرتله په اسانه او لنډه لار تګ راتګ وکړي. 

...

10 میاشتې ۱ اونی ago

...

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۱۵
Background image

د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد د یوشمېر لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

سالنګونه: نن ورځ په سالنګونو کې هوا وریځ ده، د واورې اورښت جریان لري، کوچني او لوی مسافر وړونکي وسایط د دواړو لورو تګ راتګ کولای شي، خو باروړونکي وسایط له شمال څخه جنوب لوري ته د تګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۳:۳۱
Background image

په هلمند ولایت کې د سړک د دوو ترمیماتي پروژو کار جریان لري

 د ټولګټو وزارت لخوا په هلمند ولایت کې د ګرشک ولسوالۍ – سنګیلان سیمې پوري د ۹۶ کیلومتره سړک د ترمیم او بیا رغونې کار چې د ۳۹ پایو پُلګوټو د ترمیم کار هم پکې شامل دی، چې رغنیزېې چارې یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د هېواد یو شمېر لویې لارې او سړکونه چې د تیرو ورځو د واورې ورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو دا مهال پاک کاري شول

سالنګونه: یاده  لویه لار د واورې تیز اورښت، طوفان او دید ساحې د محدودیت له امله وړمه شپه د شپې ۸:۳۰ بجې د وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه چې له نیکه مرغه نن د سهار ۵:۰۰ بجې د کوچنیو او. . .

BACK TO NEWS