لغمان: د ده زیارت پُل ګټي اخیستنې ته وسپارل شو

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۶:۴۹
لغمان: د ده زیارت پُل ګټي اخیستنې ته وسپارل شو

 

ټولګټو وزارت لخوا د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند، د ده زیارت پل د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې شوې او د یو شمیر سیمه ییزو مسؤولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 

دا پُل ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۵ متره پلنوالی لري، چې د سختو سیلابونو له کبله ویجاړ شوی و او د سیمې اوسېدونکي یې د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ترانسپورتي ستونزو سره مخ کړي وو. 

د سیمې خلک د ټولګټو وزارت له لوري د دغه پُل پر ترمیم او بیارغونه خوښ دي، چې دا مهال به یې له ګټې اخیستنې سره د عمرزیي، غونډۍ، شمکت او ده زیارت سیمو په ګډون د ګڼو نورو کلیو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او د لغمان مرکز مهترلام ښار ته به د پخوا په پرتله په اسانه او لنډه لار تګ راتګ وکړي. 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS