ننگرهار: د جلال آباد – تورخم پر لویه لاره د ډکي پُل د ترمیم کار په چټکۍ سره دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۰:۱۵
ننگرهار: د جلال آباد – تورخم پر لویه لاره د ډکي پُل د ترمیم کار په چټکۍ سره دوام لري

د ټولگټو وزارت له لخوا د جلال آباد – تورخم پر لویه لار د ډکي پل د ترمیم او بیارغونې چارې دوام لري.

د پل د ترمیم دا پروژه د ټولگټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره قرارداد شوې ده، چې اوس مهال یې د بیارغونې چارې د دغه ولایت د انجنیرانو تر نظارت لاندې جریان لري. 

د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې د کار پرمهال د سیمي گڼو اوسېدونکو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي. 

ټولگټو وزارت ژمن دی؛ چې خپلو مالي امکاناتو ته پام سره هغه سړکونه، پلونه او پُلگوټي ترمیم او بیاورغوي چې له وړاندې د نه مراقبت له کبله په بشپړه توګه او یا یې هم ځینې برخې ویجاړې شوې دي. 

د ټولگټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS