په دلوه مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۴۸۸۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۳:۵۰
په دلوه مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۴۸۸۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۴۸۸۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې ( ۳۲۸۹۷۰) ټنه، د آقینې بندر له لارې(۲۱۹۵۹) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ( ۵۵۵۳۶) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۸۴۱۸) ټنه، چې ټولټال ( ۴۱۴۸۸۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په دلو  مياشت کې (۳۶۷۲۷) ټنه صادرات ترانزیت شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه اوکینو د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

...

6 ورځې 20 ساعتونه ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۲:۳۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۱۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد له ۳۱مې د سنبلې تر ۶مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۱۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۶۰۲) ټنه،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

د قوشتیپې–درزاب سړک رغنيزې چارې د شاوخوا ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت په چټکۍ سره جريان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د ځايي خلکو د هوساينې او د ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه د قوشتیپې–درزاب نښلوونکی سړک، چې ۵۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د جوزجان ولایت د قوشتیپې ولسوالۍ څخه تر درزاب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د قیصار – لامان سړک د پنځم لاټ رغنیزې چارې جریان لري

د قیصار – لامان سړک د افغانستان د حلقوی سړک یوه برخه ده، چې د ا.ا.ا ټولګټو وزارت یې د ۲۵ کیلومترو په اوږد والي سره د پنځم سکشن رغنیزې چارې پیل کړې دي او دامهال جریان لري.

یاد  سړک ۱۲ م. . .

BACK TO NEWS