په زمري میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي
د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال دزمري مياشتې له پيله تر پايه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې ۴۶۴۷۶۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۹۸۳۱ټنه، د تورغنډۍ بندر له لارې ۶۲۰۱۵ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۳۷۶۸۷ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۷۰۴۳۰۰ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په زمري مياشت کې ۳۷۵۱ ټنه ګاز لرونکې نوشابه باب صادر شوي دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ا.ا.ا هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.
