په لغمان ولایت کې د دوو پروژو چارې د ۱۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۲۴
په لغمان ولایت کې د دوو پروژو چارې د ۱۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا په لغمان ولایت کې د دوو پروژو چارې د ۱۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او د یولړ مراسمو په ترڅ کې، چې د لغمان ولایت والي محترم الحاج قاري بختیار معاذ، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي همایون احمدي، یوشمیر سیمه ییزو مسؤلانو، دیني علماوو او قومي مخورو پکې ګډون کړی و ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند د ۴۷ کیلومتره سړک د ویجاړو شویو برخو د ترمیم چارې، چې د ټولکټو وزارت لخوا له خصوصي سکتور سره د ۱۰ میلیوه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې او په اوږدو کې یې د یوشمیر پلګوټو، سړک غاړې ویالو او استنادي دیوالونو د ترمیم او بیا رغونې کار هم شامل وو، دا مهال یې د ترمیم چارې بشپړې شوې دي.

دغه راز په یاد ولایت کې د الینګار ولسوالۍ اړوند د کندې شیخان پل د پاتې برخو د رغونې چارې ترسره شوې دي، چې ۳.۳ میلیونه افغاني د ټولګټو وزارت لخوا او پاتې لګښت یې د ځایې خلکو په مالي ملاتړ تمویل شوی دی، چې دا مهال دیادې پروژې چارې په بشپړه توګه ترسره شوې دي.

د یادو پروژو د کار په بشپړیدو سره پریادو لارو د تلونکو هېواد والو د تګ راتګ او سواداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د انتقال ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شوې دي.

...

11 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او نوی رییس ورته معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او د همدې حکم په اساس محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح چې مخکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په داسې حال کې چې یو تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۳:۱۴
Background image

د ټولګټو محترم وزیر په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري سړک د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې، چې تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ کې د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د. . .

BACK TO NEWS