په میزان مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۷۵۶۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۵:۳۵
h

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د میزان مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۷۵۶۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۲۴۵۴۸۰) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۹۱۲۱) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۵۲۱۸۱) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۷۸۰) ټنه، چې ټولټال (۳۴۷۵۶۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په میزان مياشت کې ( ۷۱۲۳) ټنه صادرات او ټرانزيټ شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او معدني ډبرې دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
کابل: 0202320933
بلخ: 0792008090
هرات: 0793500545
فارياب: 0794050003
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معينيت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

...

۱ کال 6 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۰:۳
Background image

د سالنګونو لویه لاره د ټولو لویو مسافروړونکو وسایطو لپاره د روان کال د جدي میاشتې تر ۴مې نېټې پورې تړل شوې ده

د سالنګونو لویه لاره د ټولو لویو مسافروړونکو وسایطو لپاره د روان کال د جدي میاشتې تر ۴مې نېټې پورې تړل شوې ده

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۰:۴۹
Background image

د سالنګونو پر لویه لار د کوچنيو مسافر وړونکو وسايطو تګ راتګ له دواړو خواوو جریان لري

نن ورځ په سالنګونو کې هوا لمر ده، دامهال مسافر وړونکي وسایط له دواړو لورو تګ راتګ کوي او د سالنګونو د ساتنې او څارنی ریاست کارکوونکي د واورې په پاکولو بوخت دي او په واورينو او کنګل شویو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

د کابل – هرات لویې لارې اړوند د ۱۴ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د څه باندې ۴۶۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له بېلابېلو فزیکي پرمختګونو سره جریان لري

د عالیقدر امیر المؤمنین شيخ القران والحدیث مولوي هبة الله آخوندزاده حفظه الله د حکم په اساس، ټولګټو وزارت د کابل - هرات لویې لارې اړوند د ۱۴ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې چې له ډلې يې ۶ م. . .

BACK TO NEWS