په کنګ ولسوالۍ کې د ۳۰۰ متره پله رغنیزې چارې ۸۳ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۱:۴۶
په کنګ ولسوالۍ کې د ۳۰۰ متره پله رغنیزې چارې ۸۳ سلنه پرمختګ لري

دا پُل چې ۳۰۰ متره اوږدوالی او 11 متره پلنوالی لري، د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرشیله سیمه کې، د زرنج – کنګ ولسوالۍ پر سړک د هلمند سیند په فرعي ښاخ جوړیږي.

دا پُل دواړو لورو ته ۳۴۰ متره اسفالټ سړک او ۴۰۰ متره محافظوي دیوال هم لري، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې ۸۳ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د دې پروژې رغنیز کار د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ تړون شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کيږي.

د یاد پُل له جوړیدو سره به د نیمروز او هرات ولایتونو د اوسېدوونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې او همدارنګه به د حاجي جانان، سرشله، محمد یونس، حاجي حاکیم، خان، محمد سفر، حاجي محمد، حاجی عبدالله کلاچه، نارانی او محمد ایوب اوزبک زی کلي اوسیدونکې ترې ګټه واخلي.

...

8 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۷
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په نورستان، کنړ او لغمان، ولایتونو کې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د تېرې اوونۍ په چهار شنبه او پنج شنبه ورځو کې د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا نورستان، کنړ او  لغمان،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۸
Background image

د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې د څه باندې ۷۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې په دوو لاټونو کې د ۳۱.۶ کیلومتره ټولیز اوږدوالي په لرلو سره د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې دا مهال په چټکۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۲۵
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۳۵۳۶۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور له ۱۱مې څخه تر۱۷مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۲۳۵۳۶۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۶۰۰۶۳ټنه، د آقینې. . .

BACK TO NEWS