پکتیا: لوګر - پکتیا لویې لارې د پاکولو چارې بشپړي شوې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۴:۲۸
پکتیا: لوګر - پکتیا لویې لارې د پاکولو چارې بشپړي شوې

د پکتیا د ټولګټو ریاست لخوا د لوګر - پکتیا لویې لارې په تیرې کوتل سیمه کې د سړک هغه برخې پاکې شوې چې د اورښتونو او سختو سیلابونو له کبله یې د ترافیکو په تګ راتګ کې خنډونه رامنځته کړي وو.

د پکتیا د ټولګټو ریاست کارکوونکو له خپلې شته ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې سره یاده لویه لار د سیلابونو له پاتې شونو څخه پاکه او د هر ډول موټرو پر مخ یې پرانستله.

وروستیو سیلابونو د تیرې کوتل په سیمه کې د سړک ځینې برخې ورانې کړې دي چې ټولګټو وزارت به یې له پلان سره سم او د بودیجې تر لاسه کولو ورسته په اساسي ډول بېرته ورغوي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS