د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ۹.۹۷ کیلومتره سړک رغنیز کار دوام لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۱۲:۲
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ۹.۹۷ کیلومتره سړک رغنیز کار دوام لري

دا پوخ سړک چې ۹.۹۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ له قطرغي کلي څخه پیل او د دې ولسوالۍ تر مرکز پورې غځیدلی، چې تر دې مهاله یې د جوړلو کار ۳۳ سلنه بشپړ شوی

د یاد سړک رغنیز کار د څه باندې ۷۵ میلیون افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بوديجې څخه ورکول کیږي

د دې سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د قطرغي کلي په ګډون، ګڼ نور کلي د روداتو ولسوالۍ له مرکز سره ونښلي او ترانسپورتي ستونزي به یې ورسره هواري شي

همدارنګه د دې پروژې د رغنیز کار پرمهال، د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکو ته به په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۲۸،۸۵۲ کاري ورځي رامنځته شي او د سړک د کار له بشپړیدو ورسته به ۱۹۰۱ تنه په مستقیم ډول ترې ګته واخلي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS