د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د پاته ۸۵ کیلومتره برخې سروې او استملاکي چارې نن یکشنبه بیرته پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۴:۲۴
د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د پاته ۸۵ کیلومتره برخې سروې او استملاکي چارې نن یکشنبه بیرته پیل شوې

ټولګټو وزارت د ننګرهار ولایت له درنو ولسونو او د دې ولایت له سیمه اییزې ادارې څخه مننه کوي چې د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د سروې او استملاک چارو د ترسره کولو لپاره یې د امنیت ډاډ ورکړی دی

د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د سروې او استملاک چارې وروسته له هغه د (۱۴۰۰ کال د ثور پر ۴مه ) نېټه ودرېدې چې په سیمه کې د کار پر وړاندې امنیتي ستونزې راپیدا شوې، خو اوس مهال یادې امنیتي ستونزې د سیمې د خلکو او محلي ادارې له خوا هوارې شوي دي؛ نو ټولګټو وزارت همدا نن بیرته ننګرهار ولایت ته تخنیکي ټیمونه استولي دي چې د سروې او استملاک پاته چارې بیرته پیل کړي

ټولګټو وزارت ددې پروژې تطبیق ته پوره چمتوالی لري او اوس مهال د دې پروژې د پلي کیدو پر وړاندې يوازينی خنډ استملاکي چارې دي، که د استملاک ستونزې د خلکو او سميه يېزې ادارې په مرسته ژر او پر خپل وخت تر سره نشي د ياد پروژې بوديجه به بلې چمتو پروژې ته ولیږدول شي

د دې سړک لپاره د آسیا پراختیايي بانک شاوخوا ۱۱۱ میلیون امریکايي ډالره په پام کې نیولي، چې د سروې او استملاکي چارو تر بشپړېدو وروسته به یې ډیزاین بشپړ او د تدارکاتو ملي ادارې ته به واستول شي او وروسته یاده پروژه اعلان او د ګټونکي شرکت لخوا به یې عملي چارې پیل شي.

...

2 کلونه ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د سړکونو د ارزونې په موخه په داسې حال کې سفر وکړ، چې دیاد ولایت والي محترم قاری احسان الله بریال، دیاد ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۷:۳۳
Background image

د سالنګونو لويې لارې د سړک د ځينو برخو د کښېناستلو اړوند ګنګوسې بې بنسټه دي

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د رياست الوزراء د عالي مقام د پلاوي او د د ياد وزارت د ځينو رياستونو رئيسان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۴۷
Background image

د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د ۹ وزارتونو او ادارو له مرستيالانو سره د. . .

BACK TO NEWS