بغلان: د قندو فابریکې سیمه کې جوړېدونکی پل ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۳:۱
بغلان: د قندو فابریکې سیمه کې جوړېدونکی پل ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري

دا اوسپنیز کانکریټي پل چې ۶۸ متره اوږدوالی او یو کیلومتر نښلونکی جغلي سړک لري، د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د قند فابریکې سیمې په کندهاریانو کلي کې جوړیږي، چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۷۰ سلنه پرمختګ سره دوام لري.

د یاد کانکریټي پُل رغنیز کار د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۳۹ میلیون افغانیو په ارزښت تړون شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

پر دې پله د کار پر مهال د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیم ډول ۶۸۸۰ کاري ورځې رامنځته شوي او د چارو له بشپړیدو سره به یې د کندهاریانو، صاحب زاده او یو شمېر نورو کلیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته شي.

د دې تر څنګ به یاد پل ډېر کلي او د بغلان د قندو فابریکه د بغلان – کندوز له عمومي سړک سره ونښلوي چې د فابریکې د تولیداتو په زیاتوالي او چټک لیږد کې به مثبت رول ولري.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په کاپیسا ولایت کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا، د سړکونو د رغنیزو چارو د کیفیت او چټکتیا د ډاډ ترلاسه کولو او د پروژو د کاري بهیر د ارزونې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنیزې لارې څخه د سوداګریزو توکو انتقالات څه باندې دوه برابره زیات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف ـ هرات د اوسپنیزې لارې له مسیر څخه په ټولیزه توګه ۴ میلیونه او ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک په اوږدو کې د دوو پایو پلګوټو د ترمیم او بیارغنې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک پر مسیر د دوو پایو پلګوټو  د ترمیم او بیا رغونې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ولایت د ټولګټو رئیس. . .

BACK TO NEWS