د ایبک ــ مزارشریف لویې لارې د سړک ترمیماتي چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۵:۵۳
د سړکونو او پلونو د بنسټيزې او جغلي رغونې تر څنګ ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې برخه هم فعاله ساتلې تر څو له لږو ټپونو څخه سړک ته ډېر زیان وانوړي. ټولګټو وزارت په همدې موخه د ایبک – مزار شریف لویه لار له ترافیکو چوک څخه تر فیروز نخچیر سیمې پورې د ۴۵ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پيل کړې چې تر یوه بریده پرمختګ هم لري. د دې سړک د ترمیم چارو تړون له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی چې په شپږو میاشتو کې به د سړک د ورانو او ټپي شویو برخو د ترمیم تر څنګ زیانمن شوي پلونه او پلګوټي هم بیارغوي. د ایبک او مزار شریف

د سړکونو او پلونو د بنسټيزې او جغلي رغونې تر څنګ ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې برخه هم فعاله ساتلې تر څو له لږو ټپونو څخه سړک ته ډېر زیان وانوړي.

ټولګټو وزارت په همدې موخه د ایبک – مزار شریف لویه لار له ترافیکو چوک څخه تر فیروز نخچیر سیمې پورې د ۴۵ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پيل کړې چې تر یوه بریده پرمختګ هم لري.

د دې سړک د ترمیم چارو تړون له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی چې په شپږو میاشتو کې به د سړک د ورانو او ټپي شویو برخو د ترمیم تر څنګ زیانمن شوي پلونه او پلګوټي هم بیارغوي.

د ایبک او مزار شریف تر منځ غځېدلی سړک یوه له مهمو ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارو څخه ده چې په ترمیم سره به یې خلکو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS