هرات: د هرات - چشت شریف لومړي لاټ سړک رغنیزې چارې څه باندې ۵۲ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۴:۰
هرات: د هرات  - چشت شریف لومړي لاټ سړک رغنیزې چارې څه باندې ۵۲ سلنه پرمختګ لري

د هرات - چشت شریف لومړی لاټ سړک چې ۳۵ کیلومتره اوږدوالی او د سړک د یو، یو متر غاړو په درلودلو سره ۱۲.۳۰ متره پلنوالی لري، چې په اوږدو کې یې ۲۹۴۰ متره لښتي او ۶۰۰ متره مکعب استنادي دیوالونه هم په اساسي ډول سره جوړيږي.

د سړک دا پروژه چې اوس مهال یې رغنیزې چارې ۵۲.۸ سلنه پرمختګ لري، د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي، چې ټول مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د هرات - چشت شریف سړک د ختیځ - لویدیځ ترانسپورتي دهلېز یوه مهمه برخه ده، چې هرات ولایت د کرخ، گذره، پشتون زرغون، اوبه او چشت شریف ولسوالیو له لارې له غور ولایت سره نښلي او د چارو له بشپړېدو سره به یې د دې حیاتي دهلیز یوه مهمه برخه بشپړه شي.

د هرات – چشت شریف سړک، د دې برخې له جوړیدو سره به د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ د اوسېدونکو ګڼې ترانسپورتي ستونزې هوارې شي، د هرات د ختیځو ولسوالیو د هر اړخیز پرمختګ سبب به وګرځې همدارنګه به د چشت شریف ولسوالۍ د مرمر ډبرو په لیږد کې ګټور رول ولري.

د یادوني وړ ده، چې د هرات - چشت شریف سړک ټولټال ۱۵۵ کیلومتره اوږدوالی لري او په پنځو برخو ویشل شوی چې لومړی لاټ یې ۳۵ کیلومتره او پاته څلور لاټونه یې هر یو ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

 

...

2 کلونه ۱ میاشت ago

...

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۱:۲
Background image

په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۴۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېرو دوو اوونيو کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جوزا له ۳۰مې څخه د سرطان تر ۱۲مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۴۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۱۷
Background image

د جلال آباد - کونړ عمومي سړک چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی وو دا مهال بیرته پرانیستل شو

 د وروستیو اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د جلال آباد – کونړ عمومي سړک د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې او د دره نور ولسوالۍ سړک د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو، چې دا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په لومړۍ ربع کې  ۹۵۳۰۲۰ ټنه انتقالات  ترسره شوي دي

د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال په لومړۍ ربع کې(حمل، ثور،جوزا) میاشت کې د ټولګټو وزارت اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۹۵۳۰۲۰ متریک ټنه  انتقالات ترسره شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۷۲۶۹۴۶ متریک ټنه،. . .

BACK TO NEWS