د کاري احجامو د تثبیت او قراردادي شرکتونو د انوایسونو د ورکړې په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۴ - ۱۳:۲۲
د کاري احجامو د تثبت او قراردادي شرکتونو د انوایسونو د ورکړې په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو د مسؤولینو ترمنځ، د دې وزارت اړوند پروژو د کاري احجامو د تثبیت او انوایسونو د اجرا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

له ودانیزو شرکتونو سره د همغږۍ دا ناسته، د ټولګټو وزارت د دفتر ریاست د سرپرست مفتي امیر عبدالله، د پروژو د تضمین کیفیت سرپرست رئیس عامر یاسر، د سړکونو د ساتنې او څارنې رئیس انجنیر عبدالواسع صابري او یو شمیر رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د دفتر ریاست سرپرست مفتي امیر عبدالله وویل: د قراردادي شرکتونو د انوایسونو د ورکړې په برخه کې د دې وزارت له لوري یو با صلاحیت پلاوی په څو کمیټو کې په دنده ګمارل شوی، ترڅو هغه پراختیایي پروژې چې رغنیز کار یې نیمګړی پاتې دی؛ له مالي او فزیکي لحاظه ارزیابي کړي او ځانګړې کمیټې ته یې راپور وړاندې کړي.

په دې ناسته کې دوه نفره (د ټولګټو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست سرپرست او د وزارت ویاند محترم مولوي حمیدالله مصباح او د شرکتونو لخوا ادریس احمد نوري) د فوکل پاینټ په حیث معرفي شول، چې د پروژې سیمې ته د ټاکلي تخنیکي هیئت له ورتګ څخه مخکې به قراردادي شرکت ته خبر ورکوي؛ همداراز به د پروژې د بررسي او ارزیابي په وخت کې د شرکت یو با صلاحیت استازی (رئیس یا مرستیال) هم شتون لري.

همدارنګه، په دې ناسته کې فیصله وشوه چې د ټولګټو وزارت تخنیکي هیئت به د شرکت له باصلاحیت استازي سره په همغږۍ له پروژې څخه له نږدې لیدنه کوي، که چیرې د شرکت له لوري د پروژې فزیکي پیشرفت د قرارداد او تخنیکي ځانګړتیاو سره سم ترسره شوی و، د شرکت انوایس به اجرا کیږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS