د هیواد د لویو لارو او سړکونو د وضعیت څرنګوالی

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۹ - ۱۵:۱۷
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د وضعیت څرنګوالی

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورونو په اساس د هیواد د لویو لارو او سړکونو وضعیت په لاندې ډول دی:

بدخشان: په دې ولایت کې هوا وریېځ ده، د کوهستان، یاوان او راغستان ولسوالیو غځېدلي لارې چې د ترافیکو پرمخ بندې وې اوس مهال یې د پرانیستلو کار دوام لري.

سرپل: هوا لمر ده، د بلخاب ولسوالۍ له غځېدلي لارې پرته د دې ولایت نورې ټولې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستې دي.

دایکنډي: هوا وریېځ ده، د میرامور – اشترلي غځېدلي لار چې د واورې د ډیر اورښت له کبله بنده وه دا مهال یې د پاکولو کار دوام لري.

غور: هوا وریېځ ده، د بند بایان له غځېدلي مسیر پرته د دې ولایت نورې ټولي لارې تر دې مهاله د ترافیکو پرمخ پرانیستې دي.

د سالنګ لویه لار: په سالنګ کې هوا وریېځ ده او له ټيلري یا باروړنکو موټرو پرته واړه موټر د ځنځیر (چاین) په تړلو سره په دې لویه لار تګ راتګ کولی شي.

همدارنګه د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هوا وریېځ ده، خو ټولي غځېدلي لارې یې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي.

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS