د جوزجان ولايت قوش تيپې - درزاب ولسوالۍ سړک جغل کاري روانه ده

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۶:۲۱
د جوزجان ولايت قوش تيپې - درزاب ولسوالۍ سړک جغل کاري روانه ده

د جوزجان ولايت قوش تيپې - درزاب ولسوالۍ ۶۰ کيلو متره سړک جغل کاري د جوزجان ولايت ټولگټو رياست لخوا چې د ولسي خلگو په همکاري پيل سوی وو روانه ده.

ددې پروژې کار څو ورځې کېږي چې پيل سوی دی او تر اوسه پورې ۲۰ کيلو متره جغل کاري سوی دی.

د يادونې وړ ده چې دا سړک ۱۱۰ کیلومتر  اوږدوالی لري،  ۴۰ کیلومتره يې سفالټ او ۱۰ کیلومتره يې جغلي دی چې په تېره اداره کې رغول شوی وو او پاتې ۶۰ کیلومتره يې ددې ولايت د اوسيدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه جغل کاري کېږي.

د ټولگټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS