د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۲:۳
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

د سالنګ لویه لار: 
د سالنګ لویه لاره د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده، دا مهال مسافر وړونکي موټر د ځنځیر (چین) په تړلو سره له دواړو لورو او له ټیلر پرته نور بار وړونکي موټر له شمال څخه جنوب ته تګ کولی شي.

بامیان: د حاجیګک کوتل، د ورس پل – قناق کوتل، دشت دیوالي – پنجاب بازار، د ابقل کرمان او بند امیر مسیرونه د واورو له امله په لنډمهاله توګه بند دي، چې دا مهال یې د پاکولو چارې دوام لري. 

غور: د غور – هرات لویه لار د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده او د بندبکک مسیر د واوري پاکولو کار جریان لري. 

د یادونې وړ ده، چې د هیواد نور ټول نښلونکي سړکونه او لویې لارې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي او د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو لخوا د بېلابېلو سړکونو او لویو لارو د واورې پاکولو کار جریان لري.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS