د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۱:۱۹
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

نن ورځ په سالنګونو کې هوا لمر ده او دغه لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده، دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولی شي. بدخشان: په دغه ولایت کې د ارغنچخوا، یفتل، راغستان، یاوان او کوهستان ولسوالیو مسیر د باد راوړي واورې له امله د ترافیکو پرمخ بند دي، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا یې د پاکولو کار جریان لري. بامیان: په دغه ولایت کې یواځې د بامیان – یکاولنګ مسیر د واوروې پاکولو کار جریان لري، د یاد ولایت نور ټول مسیرونه د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي. همدارنګه، په فراه کې د پرچمن ولسوالۍ او په سرپل کې د قم کوتل لارې د ورستیو واورو له امله بندې شوې دي؛ خو د قم کوتل بدیله لاره پرانیستې ده. د یادونې وړ ده، تر دا مهاله د هیواد نور ټول نښلونکي سړکونه او لویې لارې د تګ راتګ پرمخ خلاصې دي او کوم ترانسپورتي خنډ شتون نه لري. 

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS