د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله دامهال د ټولګټو وزارت د سړکونو ساتنې او څارنې ریاست د رئیس په توګه تبدیل او وټاکل شو.

همدارنګه محترم انجنیر محمد اېمل عمر، چې  وړاندې یې د یاد وزارت د سړکونو ساتنې او څارنې ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله د یاد وزارت د پروژو مدیریت د رئیس په توګه تبدیل او وګمارل شو.

لومړی د ټولګټو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي فضل الرحمن فضلي له لوري، د نوو رئیسانو مقررۍ په هکله د ریاست الوزرا عالي مقام حکم  ولوستل شو او یاد رئیسان د یو شمېر مرکزي رئیسانو په شتون کې د اړوند ریاستونو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول.

په پای کې محترمو رئیسانو او مسئولینو نوموړو ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه.

...

11 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۲:۳۶
Background image

د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې چې  د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ١٢٢ میلیونه او ٣٩٨ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې تېره ورځ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او نوی رییس ورته معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او د همدې حکم په اساس محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح چې مخکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په داسې حال کې چې یو تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ. . .

BACK TO NEWS