د کابل - جلال آباد لويې لارې اصلي مسير د هر ډول ترافیکي وسایطو پرمخ پرانیستل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۴:۱۳
د کابل - جلال آباد لويې لارې اصلي مسير د هر ډول ترافیکي وسایطو پرمخ پرانیستل شو

د کابل - جلال آباد لويې لارې اصلي مسير، د ټولګټو وزارت د فني او تخنیکي پرسونل د تېرو دریو ورځو د هڅو په پایله کې،  تېر ماښام شاوخوا اوو بجې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني او د کابل ولایت د ترافیکو د رئیس په شتون کې د هر ډول ترانسپورتي وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانيستل شوه؛ چې دامهال بار وړونکي او مسافر وړونکي وسایط کولای شي په د ياده لويه لار له دواړو لورو تګ راتګ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل – جلال آباد لویه لار؛ دوه اونۍ وړاندې د کابل ولایت د دروازې په درې کیلومتري سیمه کې د غر ښویېدني له امله د دوو ورځو لپاره د  ترانسپورتي  وسایطو د تګ راتګ پرمخ بنده شوي وه، چې له بندېدو سره یې همهاله د ټولګټو وزارت لخوا؛ د ملی دفاع وزارت په مرسته د ترافیکي وسایطو د تګ راتګ لپاره بدیل فرعي مسیر جوړ شو، چې د یوه قطار وسایطو د تګ راتګ ظرفیت یې درلوده؛ خو ورسته دغه فرعي سړک پراخ شو، چې د مسافر وړونکو وسایطو د تګ را تګ  ترڅنګ له دغه فرعی مسیر څخه بار وړنکو وسایطو هم تګ راتګ پیل کړ.
 
ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د هوادوالو د هوسا تګ راتګ او سوداګریزو توکو د خوندي او چټک انتقال په موخه غوره ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځ ته کړي.
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS