پنجشير، کونړ او نورستان ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله د زيانمن شويو سړکونو د پاکولو چارې ترسره شوي او ياد مسيرونه د ټرافيکو پرمخ خلاص دي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۴۶
پنجشير، کونړ او نورستان ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله د زيانمن شويو سړکونو د پاکولو چارې ترسره شوي او ياد مسيرونه د ټرافيکو پرمخ خلاص دي

د پنجشير، کونړ او نورستان ولايتونو د ټولګټو رياستونو لخوا د ځينو نورو ادارو سره په همکارۍ او همږغۍ د اړوند ماشينرۍ او پرسونل پرمټ د وروستيو سېلابونو راوتلو له امله د سړکونو د زيانمن شويو برخو د پاکولو چارې ترسره شوي او دامهال د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوي دي.
د پنجشير ولايت د شتل او عنابه ولسواليو په ځينو برخو کې د وروستيو تېزو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي وو، چې د يادو ولسواليو په ځينو نښلونکو مسيرونو کې رسوبي مواد د سړکونو سطحې ته راپورته شوي او د موټرونو تګ-راتګ يې د ستونزو سره مخ کړی وو.
د کونړ ولايت اړوند د کونړ-نورستان عمومي سړک د قمچې په سيمه کې د تېز اورښت او سېلاب له امله تخريب شوی و، چې دغه عمومي لاره د ټرافيکو پرمخ بنده شوې وه.
دغه راز د نورستان ولايت اړوند د واما ولسوالۍ د کلیګل سيمې په پنځو برخو کې هم سړک د وروستيو اورښتونو او سيلابونو له امله په بشپړ ډول تخریب شوی، چې عمومي لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې او د پاکولو چارې يې په چټکۍ سره جريان لري.
د يادونې وړ ده، چې د يادو ولايتونو د ټولګټو رياستونو د اړوند ماشينرۍ او پرسونل پر مټ دغه مسيرونه له رسوبي مواد څخه پاک کاري او د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شول.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د تخنيکي او مسلکي پرسونل پر مټ د هيواد د لويو لارو او سړکونو په ترميم، رغونې او بيارغونې سره درنو هيوادوالو ته بشپړې ټرانسپورټي آسانتياوې برابرې کړي.
 

...

۱ اونی 4 ورځې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۵
Background image

د میدان وردګ - لوګر د (۳۱.۶) کيلومتره نښلوونکي سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا په اقتصاد‌ محوره پالیسي کې ټولګټو وزارت ځانګړی رول لري، د دې وزارت له لارې د هېواد د زیربناوو رغول او پراختیا نه یوازې د سوداګرۍ، کرنې او صنعت لپاره حیاتي ده، بلکې د ملي یووالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه دیوې پایې تلې د نصب چارې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند په بند سردې سیمه کې د سړک تخریب د لا مخنیوي او د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه، د یوې پایې تلې د نصب چارې د ۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۸:۱۰
Background image

د مزارشریف – دره صوف سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۱۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د مزارشریف – دره صوف سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې نن د بلخ ولایت مقام د والي مرستیال محترم مولوي نورالهادي ابو ادریس، دیاد ولایت د تولګټو رئیس مولوي عبدالصبور صابر، د ځینو سیمه ییزو. . .

BACK TO NEWS