د۵ پنځو لاټونو د داوطلبۍ لپاره د لیوالتیا ښودنې خبرتیا!

kalim_admin
 د۵ پنځو لاټونو د داوطلبۍ لپاره د لیوالتیا ښودنې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

 ټولګټو وزارت ټولو هغو داوطلبانو ته، چې مالي توانایي، لازم تخنیکي ظرفيتونه او اړونده مهارتونه ولري؛ بلنه ورکوي، چې د (۷۳۷) کيلومتره په اوږدوالي د هرات-زرنج-کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژه چې لاندې ډول په پنځو برخو ويشل شوې ده، د يادې پروژې د مشورتي خدمتونو، تخنیکي څېړنو، اقتصادي او تفصيلي ډيزاين د نرخنامې په پروسه کې د ګډون کولو په موخه د يوې واحدې سرچينې په ټاکلو سره خپل غوره وړاندیزونه وړاندې کړي.

۱د (۱۲۰) کيلومتره په اوږدوالي د هرات-شينډنډ اوسپنې پټلۍ تخنیکي څیړنې، اقتصادي او تفصيلي ډيزاين.

۲د (۱۲۰) کيلومتره په اوږدوالي د شينډنډ-فراه اوسپنې پټلۍ تخنیکي څیړنې، اقتصادي او تفصيلي ډيزاين.

۳په دریو برخو کې د (۱۸۸.۸)کيلومتره په اوږدوالي د فراه – امیران – زرنج غور غوری اوسپنې پټلۍ تخنیکي څیړنې، اقتصادي او تفصيلي ډيزاين.

۴په څلورو برخو کې د (۱۷۱) کيلومتره په اوږدوالي د غورغوري-لښکرګاه اوسپنې پټلۍ تخنیکي څیړنې، اقتصادي او تفصيلي ډيزاين.

۵په پنځو برخو کې د ( ۱۳۷.۷) کيلومتره په اوږدوالي د د لښکرګاه- کندهار اوسپنې پټلۍ تخنیکي څیړنې، اقتصادي او تفصيلي ډيزاين.

په دغه پروسه کې د واحدې سرچېنې په ډول ګډون وکړي د دغه پروژې د اړونده اسنادو، د (TOR) کاپي د ياد وزارت د تدارکاتو د رياست د ساختماني او مشورتي خدماتو له آمريت نه لاسته راوړي خپل سرتړلي غوښتنليکونه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو رياست ته چې په ملالۍ واټ کې ، د پخوانۍ کورنيو چارو وزارت سړک کې، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ترڅېرمه واقع شوی دی د ياد اعلان د خپرېدلو نه تر (۱۴۰۳ ه.ش،۱۰،۲) نېټه(د ۱۰:۰۰ بجو نه مخکې له غرمې) وسپاري ، ناوخته رسېدلي او انترنتي غوښتنليکونه د منلو وړ ندي همدغه‌راز په ياده نېټه او وخت کې به د نرخ اخيستنې او غوره غوښتنليک د مندلو پروسه د داوطلبانو او د مؤظفې ادارې د استازو په شتون کې ترسره شئ ، وروسته د نرخ اخيستنه د ناستې نه د ټيټ‌ترين نرخ او نورو اړونده شرايطو په پام کې نيولو سره د رياست الوزرا عالي مقام ، د وزارت عالي مقام د حکمونو پر اساس د يادې پروسې نور طی مراحل ترسره کېږي.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د درونټې له استحکامي پُل څخه د ګارډرېلونو د نصب پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکوي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅود کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د درونټې له استحکامي پُل څخه د ګارډرېلونو د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۳:۵۱
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د چمتو کولو تدارک او نصب پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت ټولو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د چمتو کولو، تدارک او نصب پروژې قرارداد، چې د(MOPW/1405/G-27 /NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې د ورکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکې د بیا ځلې اجارې ورکولو خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ اداري ودانۍ  (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکه، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت . . .

Back to tenders