د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ سړک د رغونې چارې ۴۹۸.۶ ميليونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۲:۴۷
د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ سړک د رغونې چارې ۴۹۸.۶ ميليونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ سړک چې ځینې برخې پخوا بشپړې شوې وې، د سړک د پاتې برخې کار د ياد ولایت ټولګټو ریاست محترم رئیس ملا عبد الخالق حقمل، یو شمېر سیمه ییزو مسؤلانو، دینې علماوو، مجاهدینو او قومي مخورو په شتون کې پیل شو.

دغه سړک چې شاوخوا ۱۹ کيلومتره اوږدوالی لري، د رغونې چارې يې د ۴۹۸،۶۵۴،۹۱۲ افغانيو په ارزښت د دورانی سړک جوړونې او لوژیستکي شرکت سره قرارداد شوې دې چې، د ۱۸ مياشتو په موده کې به يې کار بشپړ شي.

د دغې پروژې په عملي کیدو سره به د تخار ولایت اته ګونه ولسوالۍ (کوکچې ته څیرمه) د کندز ولایت سره او له کندز ولایت څخه په تیریدو بلخ، سمنګان، بغلان او کابل ولایتونو سره وصل کیږي.

د ياد سړک په بشپړيدو سره به د تخار ولایت د مرکزي ولسوالیو په ګډون د دشت ارچي ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې دپخوا په پرتله هوارې شي او د کرنيزو توکو په چټک انتقال کې به د پام وړ آسانتياوې رامنځته شي.
 

...

6 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS